کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پراختیا او پرمختګ لپاره به د امریکا همکارۍ او مرستې دوام ولري.
ویلسن دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره پرون دوشنبې د غبرګولي ۱۰ مه په لیدنه کې کړې دي.
په دغه لیدنه کې ښاغلي اتمر د امریکا له مرستو او همکاریو مننه وکړه او افغانستان کې پر روان وضعیت او سولې په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
ښاغلي اتمر و ویل، چې افغان حکومت او د افغانستان خلک د بهرنیو ځواکونو وروسته له افغان ځواکونو د نړیوالو د مالي او زده کړیزو مرستو او دغه راز د امریکا د مالي او انشکافي ملاتړ غوښتنه کوي.
د امریکا شارژدافیر افغان لوري ته ډاډ ورکړ، چې له افغان ځواکونو او دغه راز د سولې له پروسې به د امریکا ملاتړ، همکارۍ او مرستې دوام ولري.
ویلسن ښاغلي اتمر ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هغه لیک هم وړاندې کړ، چې په کې یې له اتمر څخه د داعش ضد د نړیوال ائتلاف د بهرنیو چارو وزیرانو په غونده کې د ګډون غوښتنه کړې ده.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/22670